سیاست

د اروپا اتحاديې د افغانستان له ملي پوليسو سره خپل هميشني ملاتړ اعلام کړ

کابلباختردجوزا٢٥
دکورنيو چارو وزير چې په بروکسل کې د اروپا د اتحاديې د بهرني سياست د ادارې د سياسي او امنيتي کميټې په غونډه کې برخه لرله؛ د هيواد له ملي پوليسو سره د اروپاداتحاديې د مرستو د دوام په باب خبرې وکړې.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دکورنيو چارو وزير ستر پاسوال غلام مجتبى پتنګ د افغانستان له ملي پوليسو سره د اروپا د اتحاديې مرستو ته په اشارې سره د افغانستان له ملي پوليسو سره د مرستې په کارکې د اروپا د اتحاديې د اوږد مهالې ژمنې غوښتنه وکړه او څرګنده يې کړه چې د دغې اتحاديې ملاتړ به د افغانستان د ملي پوليسو په پرمختيا، مسلکي کولو او د ظرفيت په لوړ ولو کې مهم رول ولوبوي.
د کورنيو چارو وزير دغه راز په افغانستان کې د ناټو له نوى ماموريت سره د ملاتړ لپاره د اروپاد اتحاديې د نوې ژمنې له امله قدرداني وکړه او وې ويل چې په دې ژمنه کې د افغانستان د امنيتي ځواکونو اوخلکو لپاره ډاډمن پيغام شته او د هيواد د ښمنانو ته جدي خبردارى دى.
غلام مجتبى پتنگ زياته کړه چې د اروپا اتحاديې په کابل کې د دغې اتحاديې د پوليسو د نمايندګۍ له لارې د افغانستان د ملي پوليسو پرمختيا، مسلکي کولو او د ظرفيت په لوړولوکې مهم رول لو بولى دى.
ديادونې وړ ده چې د هيواد د کورنيو چارو وزير د اروپاد د اتحاديې د سياسي او امنيتي چارو د کميټې دغونډې ترڅنګ د اروپا د اتحاديې د بهرنيو سياستونو د ادارې له سکرترجنرال  له مرستيال او دافغانستان لپاره دارو پاداتحاد يې دپوليسو د ماموريت له رئيس هيلګا شميد سره هم وکتل او خبرې يې وکړې او هغوى له ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان له ملي پوليسو سره خپل ملاتړ اعلام کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته