امنیت

په هلمندکې د طالبانو په سنګرونو مرګاني هوايي بريدونه

 دلښکرګاه ښار  باختر دغويي دمياشتې ٢٨نيټه :
څوارلس ته وسله وال طالبان ن په هلمند ولايت کې د هېواد د هوايي ځواکونوپه  هوايي  بريدونوکې ووژل شول  .
دغه وسله وال طالبان تېره شپه د لښکرګاه ښار په سنګين ولسوالۍ کې کله چې  د يولړ ډار اچوونکو فعاليتونو په سازمان ورکولو بوخت وو؛ پرې هوايي بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل:  په دغو  هوايي بريدونو کې  څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ديوبل خبرله مخې: پوځيانو په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو د يوې ډيپو په کشفولو بريالي شول  .
د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو دغه ډيپو لښکرګاه ښار ته څېرمه کشف شوې ده .
په هلمند ولايت کې يوه امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل: له دغې ډيپو څخه  يوشمېر سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمند ولايت کې دوسله والوطالبانو ديولړ چاودنو طرحه هم ناکامه کړې ده .
امنيتي مامورينو نن سهار د لښکرګاه ښار او په سنګين ولسوالۍ کې دوسله والوطالبانو له خوا پنځه ښخ  کړاى شوي کشف او شنډ کړي دي .
د رپوټونو  له   مخې:  دغه  ماينونه د  وسله والوطالبانو  له خوا په ګڼ ميشتولاروکې ځاى پرځاى کړاى شوي وو.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته