ورزش

سيالانو ماتې وخوړه

کابل باختر آژانس د وږى ٢٢
دکابل ښار دفوټبال دغوره ليک دټيمونو سياليو پرون مازيګر په دوو لوبوسره دوام وموند.
دهيواد دفوټبال فدراسيون درسنيو مسول احمدشاه ساير باختر آژانس ته وويل په لومړى لوبه کې دسرې مياشتې ټيم د دريو په مقاپل کې په څلوروسره ديونايتدسادات ټيم ته ماتې ورکړه اوپه بله لوبه کې دکابل دځوانانو ټيم ديوې په مقابل کې په دووسره دشعاع پرټيم بريالي شو.
دغه سيالۍ دنولسو ټيمونو ترمنځ په کابل ښارکې پيل شوي دي چې تراوسه پورې دفيروزي ټيم د٢٤ امتيازونو په لرلو سره دجدول په سرکې دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته