سیاست

دبهرنيو چارو وزير د روسيې له سفير سره وکتل

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ١ :
دبهرنيو چارو  وزير ضرار احمد عثماني نن د روسيې له سفير سره  وکتل .
دبهرنيو چارو  وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس ته  خبر ورکړ :
په دې کتنه کې  ديوناما د سياسي چارو دمسوول  وديم نظروف د وژل کيدو په اړوند چې د روسيې تبعه و  دافغانستان دخلکو او دولت دخواخوږۍ اوډاډګيرنې مراتب دروسيې سفير ته څرګند کړل .
دبهرنيوچارو وزير يوځل بيادکابل په وزيرمحمداکبرخان مينه کې په يو رستورانټ  تروريستي بريد وغانده او د روسيې د والګاه ګراد په ښارکې وروستي تروريستي بريدونو ته په اشارې سره وويل  چې تروريزم هيڅ قوم او پوله نه  پيژني.
دواړو لورو ټينګار وکړ څرنګه چې تروريزم يو ګډ ګواښ دى د تروريزم   پرخلاف مبارزه هم بايد يوه ګډه  مبارزه  وي.
د  روسيې سفير  زياته  کړه   روسيه  د افغانستان   له ملي اردو  او  پوليسو   سره مرستي ته چمتو ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته