فرهنګ

ډاکتر کمال سادات دځوانانو دظرفيت په لوړولو ټينګار وکړ .

کابل باختر د چنګاښ  اته ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين او سرپرست دټولنې په اړتيا وړ برخو کې دځوانانو دظرفيت په لوړولو  ټينګار وکړ .
ډاکتر کمال سادات چې نن يې دځوانانو لپاره دظرفيت دلوړولو ديوه روزنيز پروګرام په پاى ته رسيدونکي غونډه کې خبرې کولې وويل :موږ هغه وخت کولاى شو ټولنه له ناخوالو څخه وژغورو او دترقۍ  او پرمختګ په لور رهبري  کړو چې خپل ځوانان دعلم او پوهې په ګاڼه سمبال کړو او په اړتيا وړ برخو کې دهغوى  ظرفيتونه لوړ کړو .
دباختراژانس دخبر له مخې  :په دې روزنيزپروګرام کې  چې د نجونو اوهلکانو په ګډون دديرشو  تنو لپاره  د مور د ښځو اوماشومانو د ځواکمنۍ لپاره دموسسې له خوا ددوو ورځو لپاره داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو په معينيت کې جوړ شوى و برخه والو دشخصيت جوړولو ، دژوندانه  دآدابواو معاشرت  درعايتولو  ، له افرادوسره د چلند دڅرنګوالي او دنورو غوره ټولنيزو چلندونو لارې چارې زده کړې .
په دې غونډه کې ددغې موسسې مسوول ډاکتر الله محمد  کاکړ وويل چې دغه شان پروګرامونه دهېوا د په ولايتونوکې هم دځوانانو لپاره جوړيږي .
په پاى کې د ډاکتر کمال سادات او د ډاکتر الله محمد کاکړ له خوا په برخه والو تصديق ليکونه وويشل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته