سیاست

د کورنيو چارو وزير د سرې مياشتې له رييسې سره وکتل

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١
دکورنيو چارو وزير او د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې رييسې په خپلې کتنه کې د دغو دوو مرکزونو د همکاريو د پراختيا په باب خبرې وکړې.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې دکورنيو چارو وزير محمد عمر داوودزي او د افغاني سرې مياشتې دټولنې رييسې فاطمې ګيلاني په بېلابېلو برخو په تېره بيا د ترافيکو د روزنيزو کورسونو په برخه کې د دوه اړخيزو همکاريو د دوام په باب خبرې وکړې.
د افغاني سرې مياشتې د ادارې رييسې د انتخاباتو د امنيت د تامينولو په لاره کې د امنيتي ځواکونو ميړانه وستايله او ويې ويل: امنيتي ځواکونو په تېره بيا ملي پوليسو وکولاى شول د بشپړې بې طرفۍ په ساتلو سره د انتخاباتو امنيت لکه څنګه چې لازمه وه؛ تامين کړي او د ستاينې لوحه يې د هيواد کورنيو چارو وزير محمدعمر داوودزي ته ورکړه چې دکورنيو چارو د وزير له خوا د کور ودانۍ په ويلو سره ومنل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته