سیاست

جمهور رئیس غني: د حکومت ټول امکانات د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د ساتنې په خدمت کې دي

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٣  :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان امریکايي پوهنتون د تروریستي پېښې قربانیانو او د هغوی کورنیو سره وکتل، د اختر مبارکۍ تر څنګ یې ډاډ ورکړ چې دا پېښه په جدي توګه څیړل کېږي او معلومات به یې وخت په وخت له دوی سره شریک شي.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ : 
په دې کتنه کې چې په ارګ وشوه، لومړی باري سلام د پېښې د قربانانیو د کورنیو په استازیوب خبرې وکړې، د جمهوررئیس څخه یې له‌دې امله مننه وکړه، چې په افغانستان امریکايي پوهنتون له برید وروسته یې د پېښې ټپیانو، د قربانیانو کورنيو او دغه پوهنتون ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
ښاغلي باري سلام له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې د دغې پېښې هراړخیزه پلټنه او تحقیق دي وشي، که څرګنده شي چې د پوهنتون له دننه یا بهر چا له دښمنانو سره لاس درلود هغوی سره دې جدي او قانوني چلند وشي.
هغه د پېښې نوعیت ته په اشارې څرګنده کړه، دا پېښه یو جنګي جنایت دی، د افغانستان حکومت باید هڅه وکړي د خپلو متحدینو په مرسته هغه ډلې چې په دې پوهنتون یې برید کړی دی او یا په کې لاس لري د جنګي جنایت کارانو په لیست کې شاملې کړي. 
ښاغلي سلام زیاته کړه، دا پېښه د دې ښودنه کوي چې د افغانستان دښمنانو خپل جګړیز تکتیک بدل کړی دی، اوس علمي او اکاډیمیک مرکزونه په نښه کوي، د هغه په خبره، دولت باید د دغو مرکزونو د ساتنې او امنیت په خاطر لا ډېر ټینګ امنیتي تدابیر ونیسي، تر څو محصلین په ډاډه زړه زده‌کړو ته دوام ورکړای شي.
ښاغلي سلام څرګنده کړه، د پوهنتون په برید کې اکثریت هغه کسان قرباني شوي دي چې د خپلو کورنیو نفقه ور تر غاړې وه، د پوهنتون اداره باید د دغو قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي، ځکه هغوی د معیشت بله لار نه لري، چې د خپل ژوند چارې په مخ یوسي.
باري سلام د افغانستان امریکايي پوهنتون په اهمیت او مهم والي ټینګار وکړ وې ویل، حکومت باید هڅه وکړي چې دا مهم پوهنتون وساتل شي او دغه تروریستي برید د دې سبب نشي چې دغه مهم اکاډمیک مرکز کمزوری یا وتړل شي.
همدارنګه د افغانستان امریکايي پوهنتون په برید کې یو تن ټپي شوي محصل مسعود حسیني خبرې وکړې وې ویل، سره له دې چې دغې پېښې سخت ټکان ورکړی دی، خو دوی به خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي، د هغه په خبره، دولت باید دوی ته د امنیت ډاډ ورکړي، چې بیا به داسې پېښې نه رامنځته کېږي.
ورپسې د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان امریکايي پوهنتون د قربانیانو کورنیو او ټپیانو سره د خواخوږۍ څرګندولو وروسته زیاته کړه، چې لومړی باید د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو قدرداني وشي، ځکه دا پېښه یې ژر کنټرول کړه او د زیاتو تلفاتو او وراني مخه یې ونیوله. هغه زیاته کړه، په نورو هېوادونو کې دا رنګ پېښې ژر نه کنټرولیږي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په دې وړتیا باید اعتماد او باور وشي.
محمد اشرف غني وویل، د ملي امنیت عمومي ریاست او د کابل ګارنیزیون لا هم د پېښې پلټنه کوي او په دې اړه یې تحقیق روان دی، په دې برخه کې هر پرمختګ او د پلټنو پایلې  به وخت په وخت له تاسې سره شریکې شي.
جمهوررئیس زیاته کړه، په افغانستان امریکايي پوهنتون برید جنګي جنایت دی، هغه ډلې چې د دغه برید مرتکب شوي دي، حکومت به د ملګرو ملتونو وغواړي چې دا ډلې او ګروپونه د جنګي جنایت کارانو په لیست کې ونیسي.
جمهور رئیس د اکاډمیکو او علمي مرکزونو په ځانګړي ډول د افغانستان امریکايي پوهنتون د امنیت په اړه وویل چې د حکومت ټول امکانات د دغه مرکزونو په امنیت را څرخي، هغه زیاته کړه، حکومت پرېکړه کړې ده چې د اکاډیمکو او علمي مرکزونو د لا ښه امنیت د تامین په خاطر نوي لارې چارې وسنجوي.
په پای کې جمهوررئیس د افغانستان امریکايي پوهنتون محصلین، استادان او کارکوونکي دعوت کړل چې یوه ورځ راشي ارګ کې له نږدې ورسره وګوري او په دغو ستونزو ورسره په تفصیل خبرې وکړي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته