ټولنه

دکاپيسا ولايت يو شمير خلکو دملي پيوستون دپروګرام له آسانتياو څخه ګټه واخسته.

کابل – باختر د وري دمياشتې ١٨
په کاپيسا ولايت کې څه دپاسه پنځه زره کورنيو پرون دملي پيوستون د پروګرام دپروژو له آسانتياو څخه ګټه واخسته .
دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ : ديوويشتو مليونو افغانيو په لګښت د ٢٢ ټولګټو پروژو کار دکاپيسا ولايت په مرکز محمود راقى په ښار او ددغه ولايت دکوهستان دلومړى او دويمې برخې او دنجراب دولسواليو په مربوطاتو کې بشپړ او دخلکو داستفادې وړوګرځيدې .
په دغو پروژو کې دڅښاک د اوبو د څاګانو کيندل او د ټولنيزو مرکزونو دودانيو ، پلګوټو ،پليولارو ،استنادي محافظوي او ګبيوني ديوالونو جوړول شامل دي. دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام په کاپيسا ولايت کې ٧١٥ کلي تر پرمختيايي پوښښ لاندې نيولې دي او تراوسه پورې يې په بيلابيلو برخو کې د ٢٣٠٩ پروژو کار بشپړ او دخلکو استفادې ته يې وړاندې کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته