ورزش

د فوټبال د حذفي جام سياليو په کابل کې دوام وکړ

کابل – باختر د کب دمياشتې ٤
د فوټبال د بي ګروپ د حذفي جام سياليو پرون په کابل کې په دوو لوبو سره دوام وکړ.
دکابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليوکې د محسن شهيد ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره د وزير آباد د ټيم په وړاندې ماتې وخوړه او د الفت د ځوانانو ټيم د صفر په وړاندې په دوو سره د متحد افغان ټيم ته ماتې ورکړه .
ددغو سياليو په حذفي پړاوکې چې يوه اوونۍ مخکې د شپاړلسو ټيمونو ترمنځ پيل شوې وې؛ پرون پاى ته ورسيد او د دغو سياليو په وروستى پړاوکې نن د اوستا ټيم د شعاع له ټيم سره او د شاه کلپ ټيم د ياران شمال له ټيم سره لوبې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته