ټولنه

دډاډګيرنې پيغام

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٩
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د خواشینۍ او تسلیت پیغام
په خواشینۍ سره خبر شوم چې قومي مشر او د دولت پخوانی کارکوونکی عبدالجمیل د ورپېښې ناروغۍ له کبله په حق رسېدلی دی.
انالله و انا الیه راجعون
ارواښاد عبدالجمیل که د حکومت د کارکوونکي او ولسوال په حیث دنده تر سره کوله ، یا له تقاعد وروسته په پکتیا کې په ولسي چارو بوخت و، په دواړو وختونو کې یې  د وطن او ولس خدمت وکړ او ټولنې ته یې خیر ورساوه. د ده مړینه یوه ضایعه ده.
زه د خپلې خواخوږۍ مراتب د ده کورنۍ، دوستانو، همکارانو او د پکتیا ولایت خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالی دې یې وبخښي او کورنۍ ته دې یې جمیل صبر په نصیب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته