ورزش

دشهيد خبريالانو جام سيالۍ پيل شوي .

کابل باختر دزمري  څوارلسمه

  دشهيد خبريالانو دفوټسال جام سيالۍ په هرات کې پيل شوې  .

 دشهيد خبريالانو دفوټسال جام دسياليو لومړي دوره دهرات له  سيمه ئيزو  رسنيو څخه داتلسو ټيمونو ترمنځ دهرات ولايت دورزشي آمريت په جمنازيوم کې پيل شوي دي .

  دهرات ولايت د ورزشي آمريت دمرستيال ضيا الحق باختر اژانس ته وويل ددغوسياليو دترسره کولو هدف دهيواد دشهيد خبريالانو دخاطرو درناوي او ورزش ته درسنيودکارکوونکو او خبريالانو هڅول دي .

 ده وويل په هغو دريو  لوبو کې چې پرون ددغو ټيمونو ترمنځ ترسره شول دني دموسسي او  روئيش  ټيمونو  لوبه برابره پاى ته ورسوله او داطلاعاتو او فرهنګ ټيم دڅلورو  په مقابل کې په  پنځو سره ددوربين دمجلې په ټيم بريالى شو او دهرات داريانا تلويزيون ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره دهرات دتلويزيون ټيم ته ماتې ورکړه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته