اقتصاد

دبلخ دترانسپورت عوايد زيات شوي دي .

کابل / دمرغومي ١٧مه / باختر :
دبلخ دترانسپورت رياست عوايد دتېرکال په پرتله  شپږ څلويښت سلنه زيات شوي دي . 
دبلخ دځمکنى ترانسپورت رييس مصطفي سروش  نن په يوه خبري غونډه کې وويل  چې دغې ادارې  په   ١٣٩٨ هجري لمريز کال کې څه دپاسه يوسلو اته ميليونه افغانۍ  عوايد راټول کړي دي چې دتېرکال په پرتله ٤٦ سلنه  زياتوالې ښيي .
هغه زياته کړه چې په بلخ کې  څه دپاسه پنځوس  باروړونکي  اومسافروړونکي  شرکتونه فعاليت کوي اوددغوشرکتونو متصديان سرټکوي چې په دې وروستيو وختو کې وسله وال مخالفان  ددره صوف  – مزارشريف په تګلوري کې  له چلوونکو څخه  باج اخلي .او دې کار  دهغوى په کارونوکې ستر خنډ رامنځته کړى دى  اوبايد دولت  دلويو لارو دامنيت په تامينولو کې  پاملرنه وکړي .
هغه دغه راز په دې خبري غونډه کې وويل ټاکل شوې وه  چې دښار په څلورو لورو کې  دخلکو داسانتيا لپاره  ستر ترمينلونه جوړ شي  چې دځمکې دنشتوالي په نسبت  دغه ستونزه لاتراوسه پورې نه ده حل شوې او په دې برخه کې يې  ددولت دپاملرنې  غوښتنه وکړه .  ختم_ ف _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته