سیاست

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست او سياسي معين د افغانستان د ځوانانو د پارلمان له استازو سره وکتل

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٤  :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست او سياسي معين حکمت خليل کرزي پرون د افغانستان د ځوانانو د پارلمان له  استازو سره  د بهرنيو چارو وزارت په مقرکې وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
لومړى د افغانستان د ځوانانو د پارلمان رئيس او  څو تنو  نورو ځوانانو د دغه پارلمان په استازيتوب خبرې وکړې او د افغانستان د ځوانانو پارلمان دتشکيل،  موخو او کاري پروګرامونو په باب يې معلومات ورکړل او خپلې مشخصې نظريې  او غوښتنې يې د دغه وزارت له سياسي معين سره طرحه کړې.
وروسته د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د هېواد په اوس او راتلوونکي     کې د غوره، ماهرو او لايقو ځوانانو په رول باندې په ټينګار سره، هغوى خپلو ملي او اسلامي مسووليتونو ته ځير کړل او څرګنده يې کړه  چې د افغانستان     په ګډون د هر هېواد ترقي او پرمختګ په ژمنو، د هغه په پوهو، ماهرو او مسووليت منوونکو ځوانانو پورې اړه لري او دا د افغانستان د رسالتمندو او پوهوځوانانو دنده ده چې د هېواد په دننه او بهرکې ځان د دهېواد د ملي ګټو ساتندويان وبولي او په دې لاره کې د هيڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي.
د کتنې په دوام د بهرنيړو چارو وزارت معين د يوه هدفمند او ژمن ديپلومات د دندو او مسووليتونو د بيانولو په ترڅ کې د بهرنيو چارو وزارت د بېلابېلو څانګو د تشکيل، دندو او مسووليتونو په باب د افغانستان د ځوانانو د پارلمان استازو ته معلومات ورکړل او ژمنه يې وکړه چې د بهرنيو چارو وزارت ځان د هېواد له ځوانانوسره په همکارۍ ملزم بولي او  د افغانستان د ځوانانو د پارلمان او د نورو هېوادونو د ځوانانو د پارلمان ترمنځ د اړيکو د ټينګښت په ګډون هر راز همکارۍ ته چمتو دى.
په پاى کې د بهرنيوچارو وزارت معين د حاضرو ځوانــــانوپوښتنو ته ځواب ووايه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته