نړۍ

د امريکا د بهرنيو چارو وزير منځني ختيځ ته سفرکوي

واشنګټن – ايرنا  – باختر د ليندۍ دمياشتې ١

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري به نن او سبا ابوظبي، تل ابيب، بيت المقدس او رام الله ته سفر وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند (جان کربي) پرون د دغه وزارت په بولتن کې د يوې وينا په خپرولو سره وليکل: جان کري به په ابوظبي کې د عربي متحده اماراتو له جګپوړو مقاماتو سره د دوه اړخيزو او په سيمه کې د سياسي او امنيتي مسئلو په باب خبرې وکړي.

د کربي په خبره، په اماراتوکې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير د خبرو تمرکز به د سوريې په حالاتو وي.

دا په تېر يوکال کې نيولو شويو ځمکو ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير لومړى سفر دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته