کابل/باختر/ د غويي د مياشتې ۱۵ مه
دپوليسو يوسرتېری پرون په فراه ولايت کې په يو تروريستي بريدکې شهيد شو.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب ددغه خبرپه تاييدولو سره وويل چې دغه پېښه د فراه ښار د دولسمې ناحيې په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې د پوليسو پر دغه سرتيري د دوو تنو موټرسايکلو سپرو له خوا بريد وشو.
ده وويل: پر دغو تروريستانو د پوليسو له خوا ډزې وشوې چې په نتيجه کې يو تروريست ووژل شو او بل يې په تيښتې بريالی شو.
ختم_ م _ اکرم
2 د یوې دقیقې څخه لږ