امنیت

افغانستان دپوځي ځواکونو دسمبالولو لپاره دسرچينې دپيداکولو په لټه کې دى .

کابل باختردلړم شپږمه :
افغانستان خپلو امنيتي ځواکونو ته دپوځي تجهيزاتو دبرابرولو او بشپړولو لپاره دزياتو سرچينودپيداکولو په لټه کې  دى اوداځلې افغانستان له روسيې څخه دپوځي مرستې غوښتنه کړې ده .
دجمهور رييس دوياند مرستيال وايي افغانستان يو خپلواک هيواد دى او ددې حق لري چې له هر هيواد څخه دپوځي همکارۍ غوښتنه وکړي .
له همدې امله  دکابل او واشنګتن  ترمنځ امنيتي قرارداد نه شي کولاى له افغانستان سره دروسيې او دنورو هيوادونو دپوځي همکاريو  مخه ونيسي .
ظفر هاشمي يادونه وکړه کابل هيله لري چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دروسيې پوځي مرستې ترلاسه کړي  او دغه مرستې ډير ژر دافغانستان دپوځي  ځواکونو په واک کې  ورکړى شي .
ده يادونه وکړه چې افغانستان ته دوسلو دمرستو او دپوځي الوتکو درارسيدو سره  به له وسله والو مخالفينو سره  دمبارزې  لپاره په امنيتي ځواکونو اوسنۍ  فشارونه کمښت ومومي .
دجمهور رييس دوياند دمرستيال څرګندونې په داسې حال کې کيږي  چې جمهور رييس محمد اشرف غني او دملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر په هيواد کې دالقاعده  شبکې دځواکونو په نوي کولو باندې دټينګار په ترڅ کې دافغانستان ددولت دوسله والومخالفينو دجذب او منځنۍ اسيا ته دنفوذ لپاره دداعش دتروريستي ډلې دهڅو خبر ورکړى دى .
ده ويلي دي چې  څو وسله والې ډلې له افغانستان څخه چين ازبکستان روسيې  او د منځني اسيا نورو هيوادونو ته  درسيدو لپاره دتګلوري  په توګه استفاده کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته