کابل باختر د لړم څلورمه :
په قندهارکې پرون د يو شمېر افرادو ترمنځ د شخړو له امله شپږ تنه ټپيان شول.
دقندهار د سپين بولدک ولسوال محمد هاشم باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه له ناندرې وروسته دڅو تنو افرادوترمنځ ترسره شوې ده چې له امله يې د هغوى شپږ تنه ټپيان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه شخړې د سپين بولدک ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې چې له امله يې شپږ تنه د چړې په ګوزار سره ټپيان شول.
د سپين بولدک د روغتيايي کلينيک مسوولينو د څلوروتنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ