خبرونهاقتصادTOPټولنه

برګمټال ولسوالۍ کې د ۴۷ ميليونو افغانيو په ارزښت بېلابيلې  پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي

کابل، د لېندۍ ۲۷ مه، باختر

د نورستان د کليو بيارغونې او پراختيا ریيس مولوي احسان الله احمد وايي، چې د برګمټال ولسوالۍ په بېلابېلو کليو کې د ۴۷ میلیونه ۷۳۸ زره ۲۵۰ افغانيو په ارزښت د سړکونو  او کانالونو د جوړولو او بيارغونې ۲۴ بېلابېلې پروژې  د يونفس (UNOPS) په مالي ملاتړ ، د ډاکار موسسې په تخنيکي همکارۍ او د کلیو بيارغونې او پراختيا رياست تر بشپړې څارنې او چتر لاندې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

ویل کېږي دغو پروژو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

احمد له ولسي خلکو غوښتي، چې د يادو پروژو پوره ساتنه وکړي تر څو ترې د اوږد مهال لپاره استفاده وشي.

د سيمې اوسېدونکو د يادو پروژو په بشپړېدو سره خوښي ښودلې او د کليو بيارغونې او پراختيا رياست له مسوولينو يې مننه کړې او د ورته نورو پروژې د عملي کېدو غوښتنه يې هم کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته