ټولنه

په بغلان کې دبشر دحقوقو دساحوي دفترله خوا دماشومانو د شاقه کار دمنع کولو نړيواله ورځ ونمانځل شوه .

کابل باختر د چنګاښ  نهمه :
په هغې غونډه کې  چې په همدې مناسبت دسيمه ئيزو مقاماتو ددولتي ادارو رييسانو ، دعدلي اوقضايي بنسټونو او دبغلان د مدني ټولنې په ګډون ترسره شوه  په شمال ختيځ کې دبشر دحقوقو دکميسيون رييس حفيظ الله فطرت  ددغې غونډې  تر سره کول يې  ددولتي مقاماتو اوعدلي اوقضايي  بنسټونو دماشومانو دشاقه کار په مخنيوي کې ژمنه وبلله . او ويې ويل چې که څه هم  په دغه ولايت کې دکارګرو ماشومانو دقق شمير  په لاس کې نشته خو ويلي شو چې په  بغلان کې څه دپاسه په سلو کې  ٤٠ په سختو کارونوبوخت دي .
دبغلان دوالي مرستيال عبدالقيوم نيازي وويل چې په سلو کې ٤٥ ، مرسته شوي کسان  هغه نجونې  دي چې په بهر کې په غاليو اوبدلو بوختې دي او تراوسه پورې دغاليو اوبدلو دکارګاه  په ترلاسه کولو سره دکار زمينه  دوى ته برابره  شوې ده .
سميرا يوه راستنديدونکي  چې دغاليو اوبدلو  دستګاه يې ترلاسه کړې ده  ددولت دغه مرسته دراستنيدونکو کورنيو داقتصادي ستونزو په له منځه  وړلو کې باارزښته وبلله .
دافغانستان دغالي  پلورونکو دکمپنۍ  استازي صالح محمد قاسمي وويل چې دغاليو دتار ، پريمنځلو اوقيچي  کاري چې پخوا له هېوادڅخه په بهر کې  ترسره کيده اوس په کابل کې يې شرايط  برابر شوي دي .
  ده زياته کړه  افغاني  غاليو له يوې دورې انحطاط  څخه وروسته ددويم ځل لپاره خپل شهرت ترلاسه کړ .  او له هېواد څخه په بهر بازارونو کې ښه شهرت لري .  قاسمي وويل  چې دافغانستان دغالي پلورونکو کمپنۍ  دورځې دنرخ له مخې  دغاليو  اوبدونکو محصولات پيري او دضرورت وړ توکي هم دوى ته ورکوي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته