ټولنه

په تخارکې د یوه پله په جوړولو سره د څو کلي د اوسیدونکو ستونزې لرې کیږي

کابل باختر د غبرګولي ۱
د تخار ولایت په جوى کلي کې ۱۷۵مترو په اوږدوالی د یوه پله د جوړولو کار پیل شو.
د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا رییس الله نظري د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د غه پروژه د مالیې وزارت له بودجې څخه د څه ناڅه سلوميلیونو افغانیو په لګښت تمویليږي .
ده وویل چې دغه پروژه د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا وزارت د کلیوالي لارو د جوړولو د ملي پروګرام په همکارۍ تطبیق شي چې د جوى شیخ، قلعه ، بر چقر او کوز چقر کلي، حاجي ها، شا بای، سر آسیاب او د بابه پهلوان کلي د تخار له مرکز سره نښلوي .
د تخار د پراختیا رییس وویل چې په همدې حال کې د دغو کلیو اوسیدونکي اوږده او له خطرڅخه ډګه لاره وهي ترڅو د تالقانو ښارته ورسیږي چې د دغې پروژې په بشپړولو سره د دوی ستونزې لرې کیږي.
پاى_ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته