ټولنه

په کاپیسا کی دڅلورو ټولګټو پروژو دجوړولو کار بشپړشو

کابل باختر باخترد مرغومي دمياشتې١٥نيټه : په کاپيسا ولایت کی دکلیو دبیارغونی او پراختیا وزا رت دولسی تړون دملی پروګرام څلور پرمختیایی پروژی دڅه دپاسه څلور میلیونه افغانیو په لګښت عملی شو . باختر آژانس دکلیو دبیارغونی او پراختیا وزارت دولسی تړون دعامه اطلاعاتوداداری د معلوماتو له مخی : پّه دغوپروژو کی دکره نیزو اوبوکانالونه او محافظتی دیوالونه شامل دی چی کاریی دکاپیسا ولایت دنجراب ولسوالی په مربوطاتو کی بشپړ او داستفادی وړ وګرځید. ددغو کانالونو په بشپړولو سره شپږ سوه اته شپیته جریبه کره نیزه ځمکه خړوبیږی چی له آسانتیا وو څخه یی څه دپاسه شپږ سوه کورنی استفاده کوی .پای شکریه خروټی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته