ټولنه

څلور سوه کورنۍ د فراه ولايت ته ستني شوي دي .

کابل باختر د کب  څوارلسمه

  دکال له پيل څخه تراوسه پورې څه ناڅه څلور سوه کورنۍ له ايران او پاکستان څخه دفراه ولايت ته ستني شوي دي .

 دفراه ولايت دمهاجرينو  دراستنولو دچارو مسوول عبدالواحد دباختر اژانس ته وويل، له  ١٥٨ راستنو شويو اوبي ځايه شويو کورنيو سره په هرات ولايت کې دمهاجرينو په چارو کې  دملګرو ملتو دعالي کميشنري  داداري له خوا ددغه رياست  په مشري دخوراکي توکو مرسته شوې ده .

 ده زياته کړه :دغه راز د ډبليو اف پي موسسي په  څه ناڅه  درې سوه کورنيو خوراکي توکي چې غنم ، غوړي ، دال نخود اومالګه پکې ده ويشلي دي .

 دغه راز  ده وويل ، ګاونډيو ولايتونو ته له بي ځايه شويو کورنيو سره هم چې شمير يې نهه سوه  کورنيو ته رسيږي مرسته شوې ده .

  ده په ډاګه کړه چې په اووه سوه يو څلويښتو بي ځايه شويو او راستنو شويو کورنيو داستوګنې نمرې ويشل شوي دي .

 خبرځاى زياته کړه، دمهاجرينو دراستنولو دچارو رياست په پام کې لري چې په دغه ولايت کې نورو راستنو شويو اوبي ځايه شويو کسانو ته لازمي اسانتياوي برابرې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته