سیاست

د انتخاباتو د قسمي پايلو د اعلام امکان

کابل/دلیندۍ۱۰مه/باختر
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي چې د٢٧ ولايتونو د رايو د بيا شمېرنې په بشپړېدو سره به نن د انتخاباتو قسمي پايلې اعلام شي.
د باختر آژانس د خبر له مخې: د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون غړي اورنګ زيب  رسنيو ته ويلي دي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون غړي د ٢٧ ولايتونو د رايو د بيا شمېرنې له بشپړېدو وروسته تصميم نيولى دى چې نن د جمهوري رياست د انتخاباتو قسمي پايلې اعلام کړي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون دغه غړي څرګنده کړه: د دغه بنسټ مشرتابه غړي د قسمي او لومړنيو پايلو په اړه خبرې وکړې او د هغو اوو ولايتونو د رايو د بيا شمېرنې د بندېدو په اړه چې تراوسه دفترونه تړلي دي، هر اړخيزې خبرې وشوې او تصميم نيول شوى دى چې له دې جملې څخه د قسمي پايلو اعلام زموږ په اجنډا کې شامل دى.
اورنګ زيب دغه راز له انتخاباتي ډلو څخه غوښتي دي، اجازه ورکړي په دغو اوو ولايتونوکې د رايو د بيا شمېرنې بهير پيل شي چې د انتخاباتو پايلې ډېر ژر اعلام کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ٢٧ ولايتونوکې د رايو د بيا شمېرنې بهير بشپړ شوى دى، خو دغه بهير په نورو ٧ ولايتونوکې د انتخاباتي ډلو د مخالفت او اعتراض په دليل له ځنډ سره مخ شوى دى.
له دې وړاندې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مسوولينو خبر دارى ورکړى و: که چېرې د رايو په بيا شمېرنه کې د انتخاباتي ډلو ممانعت دوام وکړي؛ دغه بنسټ به په دې اړه له حکومت څخه د مداخلې غوښتنه وکړي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسيون په داسې حال کې د انتخاباتو د قسمي پايلو د اعلام  خبر ورکوي چې د جمعې په ورځ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډله په کابل ښارکې په يو اعتراضي لاريون کې د انتخاباتو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل چې ٣٠٠ زره غير بايومتريک رايې چې غير قانوني دي؛ باطل اعلام شي.
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسيون تراوسه په دې اړه غبرګون نه دې ښودلى او تل ټينګار کوي چې دغه بنسټ د قانون او د انتخاباتي کړنلارو پر بنسټ عمل کړى دى.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته