ورزش

دفيروزي او اتحاد ټيمونه لوبه کوي .

کابل باختر دلړم لومړي :
دفوټبال دغوره ليګ سيالۍ نن په کابل کې په يوې لوبې سره دوام مومي . 
دکابل دفوټبال فدراسيون رييس حيات الله لوګروال  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې دفيروزي او اتحاد ټيمونه لوبه کوي
دلوګروال دڅرګندونوله مخې په کابل کې دفوټبال دغوره ليګ سيالۍ دديارلسو ټيمونوپه ګډون څلور ورځې مخکې په غازي لوبغالي کې پيل شوې  دي چې هره ورځ دوام مومي .
ديوبل خبر له مخې  دپکتيا او پنجشير دځوانانو ټيمونو لوبه وکړه .
دکابل دفوټبال فدراسيون  رييس حيات الله لوګر وال  دباختراژانس  خبريال ته وويل  په دې پړاو کې دواړو ټيمونو ددريو په وړاندې په دريو سره لوبه برابره پاى ته ورسوله .
دغه سيالۍ دکابل په غازي لوبغالي کې پيل شوې وې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته