ټولنه

د لوګر يوه اوسېدونکي خپله ځمکه پوهنې ته وقف کړه

کابل /دکب ١٧مه / باختر :
د لوګر يوه اوسېدونکي نن  په دغه ولايت کې د يوه منځني ښوونځي د جوړولو په خاطر خپله شخصي ځمکه  د پوهنې په واک کې ورکړه.
د لوګر د پوهنې رياست وياند  شاهپور عرب  باختراژانس ته وويل  چې دغه  هېوادوال خپله يوه اندازه شخصي ځمکه  په خوشي ولسوالۍ کې د حضرت بلال  منځني ښوونځي د ودانۍ جوړولو لپاره ورکړه.
خبرځاى زياته کړه: دغه ښوونځى چې تراوسه پورې ودانۍ نه لري  په هغه کې پنځه سوه زده کوونکي پر زده کړه بوخت دي.
ويل کېږي  چې د روان کال په بهير کې  د لوګر خلکوخپله  څه ناڅه دېرش جريبه  شخصي ځمکه  ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو لپاره  د پوهنې په واک کې ورکړې ده.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته