ټولنه

ملګروملتوسازمان : په تېره يوه مياشت کې له ١١٢زرو افغانانوسره مرسته شوې ده

کابل /د ليندې ١٠مه/باختر
د مهاجرينوپه چارو کې د ملګروملتوسازمان عالي کميشنرۍ ( يو-ان –اچ- سي- ار) وايي چې د روان ميلادي کال د اکتوبرپه مياشت کې په افغانستان کې د څه د پاسه ١١٢زرو اړو کسانوسره يې د نغدو پيسو اوخوراکي توکو مرسته شوې ده.
د ملګروملتوسازمان د مهاجرت ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو، راتلونکې ژمي د بېځايه شويوکورنيودلارې پرسراساسي چلنج بللى او ويلي دي هغه کورنى چې اوس هم په خيمو او ازاده فضا کې ژوند کوي سخت ژمي په مخکې لري اولازمه ده چې د هغوي حالت په سملاسي ډول وڅيړل شي.
مخکې له دې د ملګروملتوسازمان د خوړوپروګرام اعلام کړى وچې ٢٢مليونه افغانان له سختې لوږې او بېوزلى سره لاس اوګريوان دي.
دغې ادارې ويلي دي چې په ژمي کې اړو افغانانوسره د مرستې لپاره څه دپاسه ٦٠٠ ميليونو ډآلرو ته اړتيا ده.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته