ټولنه

د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزير پنجشيرته لاړ

کابل باختر  د وږي دمياشتې ١٤  :
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي  د يو رسمي سفر لپاره نن د پنجشير ولايت ته ورسيد.
پنجشيرته د مهاجرينو د راستنولو د چارو د وزير د سفر هدف له سيمه ييزو  مقاماتوسره کتنه، د اړوندې ادارې د ستونزو حلول او د هېواد د ملي اتل احمدشاه مسعود پاک روح ته دعا بلل شوې ده.
د پنجشير ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رئيس عبدالمجيد نوروزي وويل چې بلخي په دې سفرکې له سيمه ييزو مقاماتو سره د کتنې په ترڅ کې د پنجشير د راستنولو  د چارو اداره هم وکتله او د هغوى ستونزې يې واوريدې.
نوروزي زياته کړه: د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزير په بغلان ولايت کې  د پنجشير د مهاجرينو د ځمکو د غصبولو په باب هم خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه ستونزه يې د کورنيو چارو له وزارت سره طرحه کړې ده او ټاکل شوې ده د وزيرانو شورا په غونډه کې ورباندې خبرې وشي .
د مهاجرينو د راستنولو د چارو رئيس زياته کړه: بلخي په دې سفرکې د پنجشير  ولايت له امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت، د ادارو له رييسانو او د ولايتي شورا له استازو سره يې وکتل.
د استوګنې يوشمېر نمرې چې په بغلان ولايت کې د پنجشير ولايت راستنيدونکو ته د دولت له خوا ويشلې شوې دي؛ د يوشمېر ستونزو له امله د زبرځواکو له خوا په دغو نمروکې د مهاجرينو دکورونو د جوړولو مخنيوى کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته