سیاستخبرونهTOP

اسلامي امارت مسایل د تفاهم او مذاکرې له لارې حل کوي

کابل / د وري ۱۰ مه / باختر
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیت او ورسره مل پلاوي د کورنیو چارو له وزیر څخه مننه وکړه چې د ملګرو ملتونو د ټولو ادارو امنیت یې په ښه توګه ټينګ کړی دی.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر ښاغلي حقاني وویل چې تېر شل کلونه نړيوالو هڅه وکړه چې پر افغانانو د زور او تهديد له لارې خپلې غوښتنې ومني؛ خو هغه څه چې ډېره هیله مندي رامنځته کوي دا دي چې اسلامي امارت اوس مسایل د تفاهم او مذاکرې له لارې حل کوي.
د کورنیو چارو وزیر وویل چې غواړي نړۍ ته پيغام ورکړي چې اسلامي مارت متقابل تعامل ته قوي اراده او پوره چمتووالی لري.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وویل: سبا به په نړیوال کنفرانس کې د افغانستان لپاره څلورو ملياردو ډالرو غوښتنه وکړي چې دا د ملګرو ملتونو په تاریخ کې بې سارې کلنۍ مرسته ده.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته