کابل باختر دغبرګولې پنځه ويشتمه :
دقندهار ولايت يوشمير خلکو پرون دملي پيوستون دپروګرام دټولګټو پروژو له اسانتياو څخه ګټه واخسته .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ دملي پيوستون دپروګرام د ٥٦ مليونو افغانيو په لګښت دقندهار ولايت ددامان ، ارغنداب ، ډنډ ، پنجوايي ، سپين بولدک ، شګه او ژيړي په ولسواليو کې د ٦٦ ټولګټو پروژو کار بشپړ او دخلکو داستفادې وړ وګرځيدې .
په دغو پروژو کې دمحافظوي او استنادي ډيوالونو ، پلګوټو او دټولنيزو مرکزونو جوړول ، دسړکونو جوړول او کريړ اچول ، دڅښاک داوبو دکانالونو پاکول ، دکاريزونو او دڅښاک داوبو دڅاه ګانو کيندل شامل دي
دملي پيوستون پروګرام په قندهار ولايت کې دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې د ٢٥٦٣ ټولګټو پروژو کار چې ترانسپورت ، داوبو رسولو شبکه ، بريښنا ، کانالونه ، روزنه او ټولنيز مرکزونه پکې شامل دي بشپړ او دخلکو داستفادې وړ ګرځولې دي .
0 1 دقیقه لوستل