خبرونهټولنه

د اسعداباد چغان تپه سمسورېږي

کابل /د ليندۍ ١٨مه /باختر
د کونړ د کرنې، اوبولګولو رياست او د اسعداباد ښاروالۍ د چغان تپې د سمسورتيا کار پيل کړ.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د کونړ د کرنې او اوبو لګولو د رياست مسوولين وايي چې په لومړي پړاوکې په دغه غونډۍ کې ٥٠٠٠ نيالګي ږدي.
د کونړ ولايت سرپرست ګل محمد بيدار وايي چغان تپه د کونړ د اسعداباد ښار له تاريخي ، ګرځندوى او ستراتيژيکو ځايونوڅخه دى که چېرې سمسور او جوړ شي په يومهم تفريحي ځاى بدلېږي.
د کونړ د کرنې او اوبو لګولو رياست سرپرست نجيب الله عادل وايي چې د چغان تپې د نيالګيو د برابرولو سمسورتيا او تخنيکي کارونه د دغه رياست په غاړه دى او د خړوبولو مسووليت يې د اسعد اباد ښاروالۍ په غاړه لري.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته