ټولنه

دنيکرغه کوچني اختر په ورځو کې په هرات کې دترافيکي پيښو له امله ددوو تنو وژل کيدل او د١٦٨ تنو نورو ټپي کيدل

دهرات ښار باختر دچنګاښ دمياشتې  ٧ :
دنيکمرغه کوچني اختر په شپو او ورځو کې  په هرات کې  دترافيکي پيښو له امله  دوه تنه وژل شوي او  ١٦٨ تنه نور ټپيان شوي دي.
په هرات ولايت مسوولين ددغه خبر په تائيدولوسره وايي چې  دترافيکي پيښوزياتره ټپيان   موټر سايکل سپاره  ځوانان  او تنکي ځوانان دي .
له بلې خوا درارسيدلو خبرونو له مخې،  ٥١ تنه ماشومان او تنکي ځوانان دپلاستيکي  ګوليو دلګيدو له امله په سترګو کې  جدې ټپيان شوي دي.
دهرات دسترګو دتخصصي روغتون مسوولين په دې باور دي چې دکورنيو  بې پروايي اودماشومانو دجدي څارنې نشتوالى ددغو پيښو سبب شوي دي.
دا په داسې حال کې ده  چې  دهر ات دوالي و ياند جيلاني فرهاد  داختر په شپه په غوريانو ولسوالۍ کې دهوايي ډزو له امله ددوو تنو نجونو دټپي کيدو خبر ورکوي او ټينګار کوي  چې  وسلې   دخلکو   دامنيت  په خاطر  ويشلې شوي دي . خو ځينې کسان له خپلو وسلو څخه ناوړه استفاده کوي.
له بلې خوا  دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې دپوليسو مسوولين هم ټينګار کوي هغه کسان به تر څارنې لاندې ونيول شي  چې دپټاقۍ په پلورنې  او دهغو په کارولو يې   اقدام کړى دى.
دا په داسې  حال کې ده چې پوليسو او امنيتي ځواکونو پخوا دابلاغيو په  خپرولو سره له هېوادوالو څخه غوښتي و  چې  دپټاقيو   او غږ توليدونکو توکو له پلورنې او کارولو څخه ډډه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته