کابل باختر دثوردمياشتې ٤ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرايېه ريېس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د افغانستان لپاره د هند له نوي سفير ويني کمار سره په سپيدار ماڼۍ کې د پيژندګلوۍ کتنه وکړه.
د هېواد اجرايېه ريېس کمار ته د نوې دندې له امله مبارکي وويله او هغه ته يې د نوي ماموريت او په افغانستان کې دکار په بهيرکي او د هند او افغانستان ترمنځ داړيکو د ټينګښت او ښه والي په لاره کې د برياليتوب هيله وکړه.
اجرايېه ريېس هند د افغانستان له نږدې دوستانو او متحدانو څخه وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې يې دوستانه اود ګډو ګټو پربنسټ وبللې.
اجرايېه ريېس دغه راز په خپلو خبرو کې د افغانستان د حکومت د لومړيتوبونو پربنسټ دهند د مرستو له امله مننه اوقدرداني وکړه .
کمار د افغانستان له حکومت او اجرايېه ريېس څخه په مننې سره هيله څرګنده کړه چې په افغانستان کې د خپل ماموريت په بهيرکې وکولاى شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لازيات ښه والي اوټينګښت په خاطر اساسي ګامونه واخلي.
کمار دغه راز د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښو بللو په ترڅ کې په افغانستان کې د هند د مرستو او شتون ډاډ ورکړ.پا ج ذ