سیاست

جمهوررئیس کرزي د لوګر د سیمه ایزې ادارې له چارواکو او قومي مشرانو سره وکتل

کابل باختردغبرګولي د مياشتې ١٨ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د لوګر ولایت د سیمه ایزې ادارې له چارواکو او قومي مشرانو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د لوګر والي نیاز محمد امیري په دغه ولایت کې د شویو پرمختګونو او موجودو ستونزو په باب جمهوررئیس ته په تفصیل سره رپوټ وړاندې کړ.
د لوګر والي په دغه ولایت کې له امنیتي پلوه ډاډ څرګند کړ، ويې ویل چې د پخوا په پرتله اوس د لوګر په امنیتي حالت کې ښه والی راغلی چې په دې اړه له امنیتي ارګانونو سره د خلکو صادقانه همکاري د ستاینې وړ ده.
نیازمحمد امیري له دریمې درجې څخه دویمې درجې ته د لوګر ولایت د لوړیدو، د سرخ آب بند د بیارغونې، د ازرې او د خروار ولسوالیو د سړکونو او په دغه ولایت کې د هوایي ډګر د جوړیدو په باب جمهوررئیس ته د لوګر د خلکو وړاندیزونه وړاندې کړل.
ورپسې د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس ډاکتر عبدالولي د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ په هېوادکې شویو پرمختګونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: پخوا به چې زموږ خلک ګاونډي هېواد پاکستان ته تلل، نو تر طورخم پورې به د لارې د خرابوالي له امله ډیر په تکلیف و او دې ته به یې تلوسه وه چې ژر له طورخم څخه واوړي ترڅو په سمه لاره راحت سفر وکړي خو نن ستاسو د زعامت له برکته کله چې افغانان له پیښور څخه راستنیږي؛ نو دې ته ډیر خوښ وي چې ډير ژر له طورخم څخه را واوړي او په پخو سړکونو سفر وکړي.
د لوګر د ولایتي شورا رئیس د جمهوررئیس کرزي د زعامت ۱۳کلنه دوره د افغانستان لپاره تر ټولو ویاړلې دوره وبلله، ويې ویل چې تاسو زرین  تاریخ له ځانه پریښود او داسې اساس مو کیښود چې له دې وروسته به له یو منتخب جمهوررئیس څخه بل منتخب جمهوررئیس ته واک په سوله ایز ډول انتقالیږي.
جمهوررئیس حامدکرزي د لوګر ولایت د خلکو ستونزې او وړاندیزونه واوریدل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د هغوی ستونزې به د کابینې په یوه غونډه کې وڅیړي او د حل لپاره به یې اقدام وکړي.
د هېواد جمهوررئیس د لوګر د خلکو مشران او استازي وهڅول چې خپل بچیان و روزي. ده ټینګار وکړ چې د نورو له احتیاج څخه د افغانستان د خلاصون یوازینۍ لاره تعلیم دی.
جمهوررئیس حامدکرزي همدا راز ټینګار وکړ چې ټول افغانان باید د جمهوري ریاست د دوهم پړاو په انتخاباتوکې په پراخه توګه ګډون وکړي او خپل سیاسي برخلیک په خپله وټاکي ځکه چې د خلکو په رایه دا هېواد لا پیاوړی کیږي.
د دغې کتنې په بهيرکې د لوګر ولایت مشرانو جمهوررئیس کرزي ته په هېوادکې د غوره خدمتونو له امله د مننې لوحه ورکړله.
د کتنې په پای کې جمهوررئیس د لوګر ولایت د سرخ آباد د هلکانو د لېسې د شپږم ټولګي د زده کوونکي زین الله نیازي په لاس جوړ شوی له لرګیو څخه کوچنی اسکواټور ولیدلو او دغه تنکی ځوان یې دې ته ورته نوښتونو ته لا وهڅولو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته