اقتصاد

جمهوررئیس غني: ډېر ژر د کجکې بند د پراختیا کار پیلېږي

کابل باختر د لړم د مياشتې ٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په لښکرګاه ښار کې د هلمند ولایتي شورا له غړو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې د هلمند د ولایتي شورا غړو د پولیسو او ملي اردو د تشکیل د کموالي، د کرنیزو محصولاتو لپاره د مارکیټ د نشتوالي، د ښوونځیو د ښوونکو د کموالي، د کجکي او فرهاد بند د جوړېدو، د بُست تصدۍ د فعالولو، پوهنتون ته د هلمند د لوړو زده کړو موسسې ارتقا، د جوارو د غوړيو د تولید فابریکې د جوړولو، د رُخام ډبرو له قاچاق څخه د مخنیوي او د هغه د فني  کېندنې، د هلمند سیند په تګلورې کې د شپږو پلونو د جوړولو، بُست روغتون ته د پاملرنې او د امنیتي او ملکي ادارو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کېدو او همداراز د امنیتي ځواکونو او خبریالانو د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه یې خپل وړاندیزونه او ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.
جمهوررئیس غني د هغوی د وړاندیزونو او ستونزو له اورېدو وروسته، د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو په ځانګړي ډول د عبدالجبار قهرمان او صالح محمد اچکزي روح ته دعا وکړه.
جمهوررئیس زیاته کړه، زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ په هیڅ ډول د هېرولو نه دي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي او پاملرنه د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د کجکي بند د پراختیا کار ډېر ژر پیلېږي او ترکي شرکت د ۱۷۵ میلیونو ډالرو په ارزښت چمتو دی پانګونه پرې وکړي چې د یومیلیارد متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت به ولري.
هغه زیاته کړه، د زمین‏داور کانال مطالعه هم په وروستیو پړاوونو کې ده او د دغه کانال د فعالولو لپاره جدي اراده شته.
جمهوررئیس غني وویل: د شهید شویو خبریالانو د کورنیو ملاتړ لپاره صندوق جوړ شوی چې د حکومت د مالي مرستې ترڅنګ ما هم دغه صندوق سره مرسته کړې. جمهوررئیس له هغوی وغوښتل چې د دغه ولایت د شهید شویو خبریالانو د کورنیو لېست ترتیب کړي، ترڅو له هغوی سره هم مرسته وشي.
جمهوررئیس د بُست تصدۍ او د جوارو غوړيو د فابریکې د فعالولو په اړه د ولایتي شورا د وکیلانو غوښتنې ته په اشارې وویل، د اقتصادي هوساینې لپاره ستاسو وړاندیزونه اغيزمن دي او باید په اساسي توګه پرې فکر وشي. هغه وویل، ستاسو وړاندیزونه د وېډیو کنفرانس له لارې تعقیبېږي.#پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته