فرهنګ

دفرهنګي غير ملموسو ميراثونو دساتنې په خاطر مشورتي څانګه جوړيږي

-کابل باختر د لړم  نهمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات نن په کابل کې داغاخان بنسټ دفرهنګي برخې له مسوول او دسويس  دانکشافي همکاريو دادارې له استازي سره وکتل .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  په دې  کتنه کې په داسې حال کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معينيت  سرپرست عبدالاحد عباسي هم حاضر و ، داغا خان بنسټ دفرهنګي برخې  مسوول او دسويس  دانشکافي همکاريو دادارې استازي دغير ملموسو فرهنګي ميراثونو دساتنې او دفرهنګي پاليسو دبډاينې په خاطر ديوې مشورتي برخې دجوړولو په باره کې  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته داړوندو بنسټونو دهمکاريو ډاډ ورکړ .
دوى زياته کړه چې په دې برخه کې به داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګي برخو داغا خان دفرهنګي بنسټ ، دسويس  د انکشافي  همکاريو دادارې ، يونسکو ، برتش کنسل ،  فيروزکوه او دکابل پوهنتون  دښکلو هنرونو دپوهنځي استازي او دفرهنګي چارويوشمير ماهران شامل وي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات دغير ملموسو فرهنګي ميراثونو دساتنې په خاطر د مشورتي څانګې دجوړولو په برخه کې ددغو بنسټونو دهمکاريو له امله قدرداني وکړه او له دغو بنسټونو سره يې ددغه وزارت همکاري څرګنده کړه .
ده وويل  چې فرهنګي  شته ، په حقيقت کې ديوه هېواد دملي هويت څرګندوى دى او تاريخي خزانو ته پاملرنه اوڅارنه نه يوازې ددولت اړوندو بنسټونو مسووليت بلکې دټولو هېوادوالو مسووليت  دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته