نړۍ

درې تنه طالبان په خيبر پښتونخوا کې ووژل شول

-پيښور – باختر دتلې دمياشتې ١٠
د خيبر پښتونخوا ايالت د بنو ښار د جاني خيلو په سيمه کې د طالبانو او د امنيتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې درې تنه طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
باختر آژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبرراکړ:
دغه نښته نن سهار هغه وخت رامنځته شوه چې پوځيان په سيمه کې په پوځي عملياتو بوخت وو.
په سيمه کې د تګ راتګ بنديز لګول شوى دى او د طالبانو له سنګرونو څخه يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته