فرهنګ

ډاکتر رهين د غزني ښار د لرغونو آثارو نندارتون پرانست.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين  نن مازيګر د  غزني ښار دلرغونو آثارو نندارتون  چې داسلامي فرهنګ دپايتخت په توګه د  غزنى ښار
دپاى ته رسيدونکې جشنوارې  په وياړ جوړ شوى  و ، پرانست.
دباختر آژانس دخبرله مخې   :   په هغو مراسمو کې چې له   همدې امله   پرځاى
شوى و،  دکابينې يو شمير غړو ،د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي  معين سيد مصدق خليلي،  کابل والى عبدالجبار تقوا  ، د دترکمنستان ،  تاجکستان ،ايران او دعراق دهيوادونو استازو او په کابل کې د دوستو هيوادونو   يو شمير سفيرانو ګډون   کړى   وو .
د اطلاعاتو  او فرهنګ   وزير ډاکتر سيدمخدوم   رهين  د  لنډو خبرو په ترڅ   کې
وويل چې دغه نندارتون دغزنويانو په پرتمينه دوره کې دغزني تمدن  او فرهنګ ښکارندوى دى چې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت په زيار راټول کړى  شوى دى.
په   دې  نندارتون کې  هغه   آثار  نندارې ته وړاندې شوي دي  چې له غزني څخه
دکيندنو له بهير ترلاسه شوي دي  او ددې ترڅنګ هغه آثار هم نندارې ته وړاندې شوي دي چې  دفيروز کوه انسټيټوټ دغزني  له آثارو څخه په الهام برابرکړي دي .
په  دې غونډه کې دغه راز دملي موريم رييس عمراخان مسعودي  نندارې ته وړاندې شوي آثار برخه والو ته معرفي کړل .
ديوبل خبرله مخې :
داطلاعاتو اوفرهنگ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين  دعکاسۍ هغه نندارتون  چې له غزني ښار څخه ددغه وزارت  دتاريخي آبداتو درياست دلاسته راوړنو ښکارندوى دى  پرانست .
دغه نندارتون هم  داسلامي فرهنګ دپايتخت په توګه دغزني ښار دپاى ته رسيدونکې  جشنوارې په درناوي  جوړشوى دى.
په دې نندارتون کې   دسلطان محمود غزنوي ، سلطان عبدالرزاق ، خواجه محمدلاى خور ، سلطان ابراهيم ، امير ناصر الدين  سبکتگين ، علي لالاصاحب،  شيخ  عماد الدين تاج اوليا،  سيد احمدمکه يي ، محمد شريف خان  په شان  دمشرانو آرامگاه او   دغزنين دکلي  دديوالونو  ددريم سلطان مسعود څلى ، دسلطان بهرام شاه څلى ، دباباجې تاريخي جومات او   دعروس الفلک  يا
جمع اوليا  دجوماتونو  عکسونه  نندارې ته وړاندې شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته