ټولنه

دډاډګيرنې پيغام .

کابل باختردتلې د مياشتې  ٤  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني دډاډګيرنې او همدردۍ پيغام
په ژورې  خواشينۍ او خپګان سره مې خبر ترلاسه کړچې دهېواد يو مشهور او علم دوست شخصيت  استاد الحاج عبدالرسول کارګردهغې  ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه ، وفات شوى دى.
ارواښاد استاد الحاج عبدالرسول کارګر دهېواد  يو ستر علم پال شخصيت و چې دخپل عمر زيات کلونه يې  دهېواد دبچيانو دښوونې او روزنې په لاره کې تير کړى دى .
ارواښاد استادالحاج عبدالرسول کارګر دهېواد دبچيانو په روزنې او دښوونکي  دمقدسې دندې په ترسره کولو سربيره دعلمي او انتقادي مقالو په ليکلو کې هم لوى لاس درلود چې د هېواد په ورځپاڼو کې  چاپ شوي دي.
ارواښاد عبدالرسول کارګر له خلکو سره  ښې او دوستانه اړيکې لرلې  اوپه څو لويو  جرګو کې يې  داندخوى  دڅلورګونو ولسواليو دخلکو دمنتخب وکيل په توګه ګډون  وکړ او تل يې دخلکو دسوکالۍ او نيکمرغۍ لپاره نه ستړې کيدونکې هلې ځلې وکړې ، دده خدمتونه دقدر وړ دي او مړينه يې يوه ستره ضايعه ده .
دخپلې ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب دګډو ګټو دهېوادونو په چارو کې د جمهوري رياست  خاص استازي محمدشاکرکارګر ، دارواښاد کورنۍ او دوستانو او دفارياب ولايت خلکو ته وړاندې کوم او دلوى  خداى  ج له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس  جنت او پاتې  کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته