سیاست

افغانستان او بلاروس د سوداګریزو او ټرانیزیټي همکاریو د پراختیا لپاره ګډ کمیسیونونه جوړوي.

کابل – باختر دغبرګولي دمياشتې ٩
د افغانستان داسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر بلاروس جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ د دواړو هیوادونو تر منځ پر اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو خبرې وکړې.
دملي امنيت دشورادفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د ملي امنیت سلاکار پرون د بلاروس جمهوریت د کرنې، سوداګرۍ، صنایعو او اقتصاد له وزیرانو سره په ګډه ناسته کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا پر لارو چارو او د سوداګریزو توکو د ترانزیټ پر څرنګوالي هر اړخیزې خبرې وکړې. د ناستې په پای کې پریکړه وشوه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ د پراختیا او ښه والې په موخه حقوقي بنسټونه رامنځته شي. په همدې موخه به د دواړو هیوادونو ګډ کمیسیونونه جوړيږی ترڅو سوداګریزې او ترانزیټی چارې د تفاهم لیکونو په رامنځته کولو سره بنسټیزې کړي. د ګډې ناستې په ترڅ کې پر دې هم پریکړه وشوه چې په نیږدې راتلونکي کې به د دواړو هیوادونو ګډ پلاوي د اقتصادي او سوداګریزو چارو د ارزولو په موخه افغانستان او بلاروس ته سفرونه کوي او ترڅنګ به یې د تفاهم لیکونو د محتویاتو په اړوند هم خبرې کیږي.
د افغانستان داسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار د خپل سفر په لړ کې د بلاروس جمهوریت د صنعتي او نظامي فابریکو د تولید بهيروکوت. د سفر په ترڅ کې د ملي امنیت سلاکار په بلاروس جمهوریت کې له یو شمیر افغان کډوالو سره هم له نیږدې و کتل، د دوی ستونزې یې واورېدې او ژمنه یې وکړه، چې د دوی ستونزې به د افغان دولت د مربوطه اورګانونو له لارې د بلاروس له مقاماتو سره تعقیب کړي. د سفر په پای کې محمد حنیف اتمر د بلاروس جمهوریت د هغو نوم ورکو سرتیرو پر څلي د ګلونو ګبډۍ کیښودې، چې د بشر د سوکاله او ارامه ژوند او له فاشیزم سره په جګړه کې یې خپل ژوند قرباني کړی و.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په بلاروس هیواد کې له رسمي لیدنو کتنوو وروسته د ازبایجان پلازمینې باکو ته روان شو، چې هلته به د دغه هیواد له مشرانو سره پر نظامي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته