سیاست

جمهوررئیس غني د کمال خان بند د درېیم فاز کار رسماً پرانیست

کابل باختر دغويى دمياشتې ١نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د کمال خان بند د درېیم فاز د پرانیستلو په موخه د نیمروز ولایت چهار برجک ولسوالۍ او زرنج ښار ته سفر وکړ او دغه پروژه یې رسماً پرانیسته.
دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهوررئیس غني د زرنج په هوايي ډګر کې د والي، د ولایتي شورا د رئیس او غړو، د ملکي او نظامي ادارو د مسوولينو او همدارنګه د دغه ولایت د مشرانو له تاوده هرکلي سره مخامخ شو او د معارف یوې ډلې زده‌کوونکو د جمهوررئیس په وصف کې د ترانې په ویلو او هغه ته د ګلانو د ګېډۍ په ورکولو هر کلی ووایه.
ورپسې د هېواد جمهوررئیس او ورسره پلاوی چهار برجک ولسوالۍ کې د کمال خان بند ساحې ته ورغلل او د کمال خان بند د درېیم فاز د پرانیستلو په مراسمو کې يې ګډون وکړ.
په پيل کې د نیمروز والي انجنیر محمدسمیع جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته یې ښه راغلاست ووایه او په دغه ولایت کې يې د اوبو په اهمیت په ځانګړي ډول د کمال خان بند په اړه خبرې وکړې. هغه زیاته کړه، نن د نیمروز د خلکو یوه پخوانۍ هیله پوره کېدونکې ده.
د نیمروز والي د هېواد په ابادولو او جوړولو کې د جمهوررئیس رول مهم وباله، انکشافي او زیربنايي برنامو ته یې د هغه له پاملرنې څخه مننه وکړه.
د دې په دوام، د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني د کمال خان بند د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې، وې ویل، نن د نیمروز ولایت د اوسېدونکو یوه پخوانۍ هیله چې هغه د کمال خان بند پر درېیم فاز د کار پیلول دي، پوره کېږي.
د اوبو او انرژۍ وزیر زیاته کړه، د کمال خان بند په درېیم فاز کار د اوبو د مدیریت او له بندونو څخه د ګټې اخېستو په برخه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د هڅو تداوم دی چې په راتلونکو څلورو کالونو کې به بشپړ شي چې دا د حکومت یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.  
عثماني وویل، د دې پروژې په بشپړیدو سره به  ۸۰زره هکتاره کرنیزه ځمکه د اوبو تر پوښښ لاندې راشي چې د کار او بېوزلۍ د کمېدو زمینه به برابره کړي. هغه د زیربنايي پروژو په تطبیق کې د خلکو همکاري او رول مهم او ګټور وباله.
په دغه مراسمو کې د دغې پروژې د قراردادي شرکت رئیس خبرې وکړې وې ویل، تطبیق کوونکی شرکت چمتو دی چې د ګټورو خدمتونو په وړاندې کولو او د معاصرې ټکنالوجۍ او تخنیکي تجربو څخه په ګټې اخېستو د کمال خان بند د دغې برخې چارې په ښه توګه پرمخ یوسي.
هغه وویل، د کمال خان بند د افغانستان او سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري چې د خلکو په اقتصادي او ټولنیز وضعیت به مثبته اغیز وکړي. د دغې پروژې تطبیق کوونکي زیاته کړه، هڅه مو داده چې له قرارداد سره سم له ټاکلي وخت څخه ژر دا پروژه بشپړه کړي.
جمهوررئیس دغو مراسمو کې د وینا پر مهال د نیمروز ولایت د خلکو له تودې میلمستیا مننه وکړه او ټولو افغانانو ته یې د کمال خان بند د درېیم فاز د کار پیلولو مبارکي ورکړه. هغه زیاته کړه، د کمال خان بند د لرغوني سیستان بیا احیا کول دي چې یو وار بیا به دا سیمه د تمدن په مرکز بدله کړي.
جمهوررئیس زیاته کړه، د کمال خان بند د افغانستان د سرلوړۍ وسیله ده چې د دغو اوبو په مهارولو سره به له دې اېسته د افغانستان اوبه ضایعه نشي او اوبه زموږ شتمني ده. هغه څرګنده کړه، حکومت د بنیادي اقتصادي پروژو د تطبیق په برخه کې کلکه اراده لري.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د حکومت له برنامو څخه د خلکو ملاتړ د دې ښودنه کوي چې خلک د خپل حکومت جدي ملاتړ کوي او دولت د خلکو د خادم په توګه هڅه کوي چې خپل ټولنیز تړون سر ته ورسوي.
هغه دې ته په اشارې چې نن د نیمروز ورځ ده وویل، د کمال خان بند د تحول او بیارغاونې وسیله ده، د دغه بند له بشپړیدو پرته به نیمروز بدل نشي، دا پروژه د خلکو د اقتصادي او ټولنیزې سوکالۍ لامل کېږي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، زیربنايي پروژې د حکومت د برنامو په لومړیتوب کې دي او د اوبو مدیریت د همکارۍ وسیله ده، نه د شخړو، چې دا به د معاهدو او قوانینو په چوکاټ کې تنظیمېږي.
جمهوررئیس د پروژو په تطبیق کې د خلکو په فعال رول ټینګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې په دغه برخه کې دولت سره هراړخیزه همکاري وکړي.
هغه د افغانستان دښمنانو ته په خطاب کې وویل: " هغه کسان چې د افغانستان د جوړولو په فکر کې دي د خلکو او دولت د منلو وړ دي، خو هغه کسان چې د افغانستان د بربادۍ فکر په سر کې لري، له هغوی سره مقابله کوو، ځکه زموږ خلک اوبه، ژوند او سوکالي غواړي، بربادي په اسلام کې ځای نه لري."
جمهوررئیس د نیمروز ولایت ښځو ته وویل، ستاسو ټیکری له تورې او ټوپکه اغیزناک دی، هغوی چې د وطن بربادۍ ته ملا تړلې ده، زوی ونه بولئ او اخطار ورکړئ چې شوم اعمال پریږدي.
جمهوررئیس محمداشرف غني وویل، د سترو پروژو په تطبیق کې څرګند تعهد موجود دی، زه په دې برخه کې د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، په زیربنايي چارو کې د سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي او د اوبو او انرژۍ وزارت د مسوولانو د هڅو او همدارنګه له بین‌المللي شریکانو څخه مننه کوم.
په دغو مراسمو کې د جمهوررئس په حضور کې د کمال خان بند د درېیم فاز د کار پیلولو قرارداد  د تطبیق کوونکې کمپنۍ د عمومي رئیس او د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني له‌خوا لاسلیک شو. 
همدارنګه، د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ یو تن مخور عبدالغني د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، وې ویل، خوشاله یم چې نن د جمهوررئیس د پاملرنې له کبله د کمال خان بند په درېیم فار کار پيلېږي او موږ د حکومت له برنامو ملاتړ کوو.
په پای کې یو شمېر مشرانو او متنفذینو جمهوررئیس ته د عزت پګړۍ ور په سر کړه او هغه ته یې د حکومتولۍ په چارو کې د لا زیاتو بریاوو هیله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته