سیاست

د قونسلي همکاريو د ګډ کميسيون په جوړولو د افغانستان او تاجکستان د بهرنيو چارو د وزارتونو موافقه

کابل- باختر د سلواغې دمياشتې ٣٠ دوشنبې ته د بهرنيو چارو د وزير صلاح الدين رباني د رسمي سفر په څنډه کې او د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د قونسلي همکاريو د پياوړتيا په باب د تاجکستان جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير سره په کتنه کې د ده د موافقې له مخې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د قونسلي چارو لوى رييس ميرويس صمدي پرون د تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت د قونسلي چارو له لوى رييس بهرام خال نظروف سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو خلکو ته د زياتو آسانتياوو د برابرولو په مقصد د قونسلي او حقوقي همکاريو د پياوړتيا په اړتيا ټينګار وکړ او د قونسلي چارو د سلامشورو د ترسره کولو په لاره کې د اړوندو مسوولينو ترمنځ د منظمو غونډو د جوړولو په باب موافقه وکړه چې د قونسلي چارو د همکاريو او سلامشورو د ګډ کميسيون د جوړولو د تفاهم ليک په لاسليک کولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د حقوقي او قونسلي مسئلو په اړوند ټولې چارې په منظم ډول وڅيړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته