فرهنګ

آلمان په فرهنګي برخو کې داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره همکاري کوي

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٢٠ :
په کابل کې دآلمان سفير نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرست پوهاند محمد رسول باوري سره په کتنه کې  په فرهنګي برخو کې ددغه هېواد دزياتو همکاريو ډاډ ورکړ.
دباختراژانس دخبرله مخې ؛ په دې کتنه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست   په بيلابيلو برخو اوپه تيره بيا  فرهنګي برخو کې دآلمان دهمکاريو له امله  قدرداني وکړه او ويې ويل ؛ چې آلمان دافغانستان دخلکو ښه دوست دى.
دغه رازپه دې کتنه کې  په فرهنګي برخو کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپروګرامونو په باب  خبرې وشوې   او دکابل نندارې  دودانۍ  دترميمولو ، دملي تياتر  داحيا کولو ، دافغان فلم دسندونو اوفلمونو دديجيتل کولو ،  دهېواد دسيمه ييزې موسيقۍ دودې  ، دتاريخي څلو اوپه تيره بيا په قندهار ولايت کې  داحمدشاه بابا او دميرويس نيکه دمقبرو دترميمولو او هغو ځوانانو ته  چې هېواد ته راستنږي دځوانانو دچارو دمعينيت له لارې دتحصيلي او زده کړې دپروګرامونو  دزمينو دبرابرولو په برخو کې  داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره دآلمان په همکاريو ټينګار وشو .
دغه راز  په کابل کې دالمان سفير والتر هاسمن افغانستان  دآلمان  له لرغونو دوستانو څخه وباله اوپه دغو برخو کې يې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ته دخپل هېواد دهمکاريو ډاډورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته