ټولنه

دکابل _ قندهار په لويه لاره کې دترافيکي پيښې له امله دڅلورو تنو وژل کيدل

کابل باختر د  زمري  اته ويشتمه :

دکابل _ قندهار دلويې لارې په اوږدو کې دميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې په يوه ترافيکي پيښه کې څلور تنه ووژل شول .

دغه پيښه پرون دميدان ښار په مربوطاتو کې  هغه وخت رامنځته شوه چې يو کرولا موټر په داسې حال کې چې سپرلۍ پکې وې دپوليسو له يوه باروړونکي موټر سره له ټکر وروسته چپه شو .

دميدان وردګو ولايت درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دې پيښه کې څلور تنه ووژل شول .

په همدې حال کې دميدان وردګو ولايت دترافيکو پوليسو ددغو دوو موټرونو دچلوونکو ګړندى تګ اوبې احتياطي  ددغې مرګانۍ ترافيکي پيښې اصلي انګيزه وبلله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته