سیاست

دمبارکي پيغام

کابل باختر دچنګاښ پنځه ويشتمه :
  دنيکمرغه کوچني اختر درارسيدو  په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست دلومړى مرستيال انجنير محمد خان دمبارکي پيغام .
  دنيکمرغه  کوچني اختر درارسيدو له امله دافغانستان دميړني  ولس او دنړۍ ټولو مسلمانانو ته دزړه له کومې مبارکي وايم هيله لرم چې دغه نيکمرغه  کوچني اختر مو په هيواد کې دسولې او امن دداسې اختر پيل وي چې نور په هيواد کې د مظلومو  افغانانو دوينو تويولو لړۍ پاى  ومومي او هيواد مو د تلپاتې  سولې او امن کورشي تر څو زموږ په سوکالۍ او امنيت سره ټوله سيمه دارامۍ اوخوشحالۍ احساس وکړي .
داچې په دې  وروستيو کې دسولې خبرو اترو هيلې راټوکولي ، دغه ستر ارمان ته د رسيدو لپاره اړينه ګڼم  چې دوسله والو مخالفينو ټول اړخونه دسولې په دغه بهير کې شامل شي تر څو په دې اړه ترسره شوي هڅې اغيزمنې شي .  په هيواد کې  دتلپاتې  سولې او درښتيني ورولۍ په هيله  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته