سیاست

تبصره

کابل باختر دليندى  نهمه :
بنسټپالنه  او تروريزم  ناوړه او کرغيړنې  پديدې دي چې افغاني ټولنه په تيره بيا زموږ دځوانانو راتلونکي اوبرخليک ګواښوي چې په هغو برياليتوب دقيق او رغنده فکر غواړي .
دباختراژانس مفسر ليکي په وروستيو ورځو کې په هېواد کې دافراطي  ټولنو دلازيات  فعاليدو په باب زيات خبرونه  خپريږي هغه ټولڼې  چې په روزنيزو مرکزونو ، ديني مراسمو ، ټولنيزو بنسټونو ، آن په رسنيو او ادارو  تمرکز لري ددغه شان  ناوړې  پدپدې  شتون کيداي شي  زموږ دټولنې دراتلونکي لپاره ناثواب  کار وي ، زياتې  انديښنې  راپارولي دي چې بايد مقابله ورسره وکړو .
په اوس وخت کې داوسني نظام او دهېواد دټولنيز حالت پرخلاف په يو ډول نه يو ډول ددغو ټولنو له خوا منفي تبليغات شتون لري او هلې ځلې  کيږي چې بيلابيل افکار رامنځته شي .
ديوبل په وړاندې بيلابيلې  مفکورې او افکار پيدا شي او په پاى کې نه يوازې په هېواد کې يوسياسي   جدي تقابل  بلکې  يو ديني اومذهبي تقابل رامنځته شي  په دې بهير کې ځوانان چې دټولنې وياړلي او برخليک ټاکونکي نسل دى زيات دافراطي  مفکورو له خطر سره مخامخ دي .
کله چې ځوانان  دملي پانګو په توګه  دبنسټپالو دتشو مفکورو او افراطيت په لومه کې ولويږي   له دغه کرغيړن زنځير څخه ددوى خلاصون  به سخت وي يعني دافراطيت سرطان به  دټولنې  په ګيډه  کې جرړې وځغلوي  چې نتيجه يې له تقابل  او شخړو پرته بل  څه نه شي کيداي .
نو څه ډول کولاى شو  دافراطيت درواجولو مخه ونيسو .
  يوازې په نيوکې او دانديښنې په څرګندولو سره نه شو کولاى  دافراطيت په وړاندې ودريږو بلکې ددغې مسئلې او پدپدې په وړاندې  چې زموږ دخلکو له برخليک ، زموږ دهېواد ، سيمې او نړۍ  سره يې پيوند خوړلې  دى بايد دقيق او رغنده فکر وشي چې دبنسټپالنې ټغر چې په خپل وار کيداي شي دتروريزم زيږنده وي راټول شي   دلته په يوه  اغيزمن اوهراړخيز  چلند منګولو لګولو ته اړتيا ده هغه چلند چې دواقعيت په باب دحالاتو په  تحليل سره برابر شي .
په افغانستان کې داسې زيات بنسټونه شته چې کولى شي  په دې لاره کې په منظم ډول کار وکړي . دافغانستان دعالمانو شورا ،  دحج او اوقافو ، اطلاعاتو اوفرهنګ ، پوهنې او دلوړو زده کړو  وزارتونه او رسنۍ کولاى شي په انفرادي ډول  اويا هم په ګډه  له ډول ډول بنسټپالنې او تاوتريخوالي سره مبارزه وکړي .
منبرونه ، درسي ټولګي ، رسنۍ او مقدسه اماکن له دغو پديدو سره دمبارزې لپاره ښه وسايل دي .
دغه راز لازمه ده چې امنيتي  او عدلي بنسټونه دهغو شبکو دپيژندنې په برخه کې چې بنسټپالنه  ترويجوي زيات فعال شي او دهغوى دفعاليتونو دپيژندنې او بندولو لپاره  عمل وکړي .
يوازې  په متقابل  درک او همغږۍ  سره کولى شي ځان او ټولنه دمنفي پديدو له خطر  څخه خوندي وساتو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته