کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه :
آلمان څه ناڅه دوه ميليونه يورو د طبيعي پيښو او وچکاليو په مصيبت ځپلو سره د سمنګانو له ولايت سره مرسته کوي.
دسمنګانو والي عبداللطيف ابراهيمي نن د بيوزلۍ د له منځه وړلو د موسسې د ولايتي دفتر له مرستيال سره د دغه ولايت د اقتصاد او ښار جوړولو د رئيسانو او د اړوندو اقتصادي چارو د مسوولينو په حضور کې وکتل.
په دې کتنه کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو د دفتر مرستيال ليرال د دغو مرستو هدف په سمنګانوکې د طبيعي پيښو له زيانمو شويوکسانو سره مرسته او د کورنيو د ژوندانه ژغورنه وبلله چې هرې کورنۍ ته د څلورو مياشتو لپاره سل امريکايي ډالره د سندونو له مخې ويشل کيږي.
ده زياته کړه: دغه دفتر ٩٠ زره يورو د روى دو آب، خرم سارباغ ، حضرت سلطان ، فيروزنخچير په ولسواليو او په ايبکو ښارکې له زيانمنو شويوکسانو سره د مرستې په خاطر بيلې کړې دي او له دغو پيسو څخه څلويښت زره يورو دمجاهدکارتې د دويمې ساحې د اوبو د بند د جوړولو په خاطر ځانګړې شوې ده.
ويل کيږي په روان کال کې په سمنګانو ولايت کې د سيلاوونو د راوتلو له امله لس تنه ووژل شول .
پاى جذ
1 1 دقیقه لوستل