سیاست

په خپل سرپلټنې موضوع وڅيړل شوه .

کابل باختر  دثور يوولسمه

  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دمقام  د ١٣٩١  کال دوري دمياشتې ديو ديرشمې نيټې د ٥٦٦ ګڼه حکم له مخې دملي شورا دولسي جرګې دغړي محمود خان  سليمانخيل  په مشري يو هيئت دپکتيکا ولايت ديحيي  خيلو ولسوالۍ ته تللي و دملي سوداګر او ددغې ولسوالۍ دمټا خان  دکلي داوسيدونکي  حاجي ميرزا خان د کور د په خپل  سرپلټنې موضوع وڅيړل  .

 باختر اژانس ته دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوي رياست دمعلوماتو له مخې  دهيئت درپوټ  پربنسټ د ترسره شويو  څيړنو په  نتيجه کې معلومه شوه چې دسيمي  پوليس دبهرنيو ځواکونو په همکارۍ دولايت او دنورو امنيتي  ارګانونو  له  خبرولو پرته دده کور دمحمدګل دعليم دزوي دغلطو اودرواغو معلوماتو پربنسټ لټولي  دي او دده له کور څخه يې يوموټر او يو شمير شخصي مالونه يې دهغه دکورنۍ ددوو تنو غړو سره له ځان سره وړي دي چې دموظف هيئت او ددغه ولايت دوالي دهلوځلو له امله دحاجي  ميرزا خان دکور مالونه  په  لنډ وخت کې   وموندل  شول او ورته وسپارل شول .

  دوه تنه چې له درواغو ډک اطلاعات يې  ورکړي  و له دوو تنوسيمه ئيزو پوليسو سره چې په غير مسوولانه  ډول دده دکور په پلټنې لاس پور ي کړي و،  نيول شوي او تر عدلي څارنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته