خبرونهنړۍ

نوی کال؛ اسرایلو په اورلوبو او فلسطینیانو د خپلو عزیزانو په خښولو پیل کړ

نړۍ، د مرغومې ۱۱مه، بهرنۍ رسنۍ

نن دوشنبې د ۲۰۲۴ زیږدیز کال لومړۍ ورځ ده او دغه ورځ په اسراییلو او د دغه رژیم په نورو ملګرو هېوادونو کې په اور لوبو او غزه کې بیا د نورو ملکي، بېګناه او بې دفاع فلسطینیانو په وژنه، ټپی کېدنه او له خپلو مېنو پر بېځایه کېدنه پیل شو.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ صهیونستي پوځ د کال له پیل سره سم د غزې او اشغالي سیمو په بېلابېلو برخو کې د فلسطینیانو پر پنډغالو او کورونو هوایي بریدونه کړي  او چاپې وهلي، چې له امله یې ګڼ شمېر کسان شهیدان، ټپیان او نیول شوي دي.

غزه کې روانه جګړه په داسې ۲۰۲۴ زیږدیز کال ته غځیږي، چې دغلته ۱،۵ میلیون خلک له خپلو مېنو بې ځایه شوي، د دغې جګړې له امله څه باندې ۸۰ زره فلسطینیان یا خو شهیدان شوي او یاهم ټپیان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته