خبرونهټولنه

خوستیان د خوراکي او غیر خوراکي توکو له لوړو بیو سر ټکوي

– کابل / د وري ۲۱ مه / باختر

په خوست کې خلک وايي چې د روژې په رارسېدو سره په ښار کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

خوستیان په دغه ولایت کې د اسلامي امارت له ځايي چارواکو غواړي چې د نرخونو په کنټرول کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د خوست ښار اوسېدونکی اکرام وايي چې هرڅه ګران شوي او خلک نه شي کولای چې د روژې لپاره خوراکي توکي په کمو پیسو وپېري. هغه په خبرو کې له چارواکو غوښتنه وکړه چې د نرخو نو په کنترول کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

یو بل ځوان بشیر د باختر آژانس سیمه ييز خبریال نثارالله احسان ته ویلي:(( زه خپله ګاډۍ چلوم او نه شم کولی چې په دې ګرانۍ کې د روژې لپاره توکي وپېرم ، هیله ده چې دوکانداران قیمتونه را ټیت او مناسبه ګټه وکړي.))

خو هټۍ وال بیا وايي چې پر وارداتو ګمرک لوړ شوی او نور لاملونه هم شته چې له امله یې د توکو بیې لوړې شوې دي.

امان هټۍ وال وايي: ((پخوا د اوړو بورۍ په ۲۳۰۰ وه؛  خو اوس اوړه په ۲۵۰۰ شوي، هلته قمیتونه لوړ شول، لارې بندې شوې چې دلته یې هم تاثیر وکړ او بله دا چې پخوا به ګمرک کم و؛ خو اوس یو څه ګمرک زیات شوی دی نو موږ مجبور یوو چې د توکو قیمتونه لوړ کړو .))

په همدې حال کې په خوست کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس شبیر احمد  عثماني وايي چې اسلامي امارت مسوولیت لري چې بیې کنټرول کړي. په خبره یې ښاروالۍ ریاست کې هم کمېسیون ټاکل شوی چې په خوست ښار کې د توکو بیې کنټرول کړي.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د روژې په رارسېدو سره په ښارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړېږي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته