فرهنګ

پیغام

-کابل /دتلې ٥مه / باختر
د جمهوري ریاست د انتخاباتو په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې پیغام
سبا د تلې شپږمه افغانان د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اساسي قانون له تصویبه راوروسته د څلورم ځل لپاره د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ګډون کوي او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد جمهوررییس ټاکي. له شک پرته دا د افغان ولس د سیاسي ژوندانه په تاریخ کې یوه ستره او برخلیک ټاکونکې ورځ ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د انتخاباتو د ارزښت او په دغه ملي بهیر کې د خلکو د پراخ او فعال ګډون د اهمیت په اړه د هېواد د دولتي او خصوصي رسنیو په مرسته د عامه پوهاوي پراخ پروګرامونه تر سره کړل. د دغو پروګرامونو اصلي موخه دا وه چې خلک په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي او خپل برخلیک په خپله وټاکي. غواړم له فرصته ګټه واخلم او له ټولو رسنیو، مدني ټولنې، ملي او فرهنګي شخصیتونو، چې د انتخاباتو په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو په پرمخبېولو کې یې فعاله ونډه واخیسته، د زړه له تله مننه کوم. دغه راز له افغان مېرمنو هم مننه کوم چې له ټولو ټولنیزو او فرهنګی ستونزو سره سره یې دغه ستر ملي بهیر ته د چمتووالی په چارو کې فعاله ونډه واخیسته. د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له منسوبینو هم د زړه له تله مننه کوم چې د انتخاباتو د ډاډمن امنیت د ټینګولو لپاره یې ټول اړین تدبیرونه نیولي دي. 
سبا برخلیک ټاکونکی ورځ ده. ټول آګاه او هېواد میني افغانان، نارینه او ښځې باید د رای ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او د لوړو ملي ګټو او مصالحو په رڼا کې خپله رایه وکاروي. ټول باید په دغه ستر ملي بهیر کې خپل مسوولیت تر سره کړي. د هېواد مېرمنې باید یو ځل بیا دا ثابته کړي چې د خپل برخلیک په اړه بې توپیره نه دي او په رای ورکولو کې پراخه ونډه واخلي. له ټولو رسنیو هیله کوم چې د انتخاباتو بهیر په بې پرې ډول تر پراخ خبري پوښښ لاندې ونیسي. باختر اطلاعاتي آژانس د دغه بهیر د خبري پوښښ لپاره خانګړی پروګرام برابر کړی دی.
سبا د یو ستر تاریخي آزموينې ورځ ده. بشپړ باور لرم چې افغانان له دغې آزموينې بریالي او سرلوړي راوځي او د تلې شپږمه به د ولسواکۍ د ستر جشن د ورځې په توګه د  هېواد په تاریخ کې ثبت شي.
پاى- فضل واحد
                            د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرسته
                                               حسینه ساپۍ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته